ا??لا?? آباد۔25 جنوری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترسېوري لاندې “سيمه ايز پرمختګ ته وده وركولو له د پارليماني خذماتو كردار” په سرخط د پائیکو غړو پارلیمانونو استازو وركشاپ پايې ته رسېدلے۔ د زيارت په ورځ د وركشاپ د پايې سېشن كښ?? د پاكستان، تاجکستان، ایران، ت??کی?? او آذربائیجان پارلیماني اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې سېشن كښ?? د پاكستان په قامي اسمبلۍ كښ?? د پارلیمانی کاکسز، د دوستی ګروپس د نړۍ پارليمانونو سره د تړون ، د دغې د فعاله كردار او افاديت په اړه خپلو خبرو كښ?? د قامي اسمبلۍ خاص سېكرتري سيد ش??عو?? هاشمي ووئېل دا پلېټ فارمز د پائیکو غړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او پارلیمانی همكارۍ ته وده وركولو كښ?? مهم كردار ترسره كوي۔ دا د پائیکو پلېټ فارم غړو هېوادونو قانون سازو ادارو غړو ته د منطقې په مسئلو او چېلنجونو د خيالاتو څرګندونې او د دې د حل لټولو موقع وركوي۔ سید ش??عو?? هاشمي زياته كړه چې د پاكستان په پارليمان كښ?? د مېرمنو پارليماني كاكس جوړېدو څخه وروستو پارلیمنټ د مېرمنو او ماشومانو حقونو په اړه متفقه قوانين منظور كړي۔ ده د پارليماني سفارتكارۍ اهميت په ډاګه كولو سره د پارليماني فرېنډ شپ ګروپس او پارليماني كاكسز په مهم كردار رڼا واچوله۔ وروستو په دوه ورځني وركشاپ كښ?? ګډون كوؤنكو ته توصيفي اسناد وركړے شول۔ ګډون كوؤنكو ته د پاکستان انسټی ټیوټ آف پارلېمنټري سروسز(پی آئی پی اېس) اېګزېکټو ډائرېکټر محمد انور د پاکستان انسټی ټیوټ آف پارلیمانی سروسز(پی آئی پی اېس) اهمیت، کردار او كاركردګۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ په ورکشاپ كښ?? ګډون كوؤنكو د وركشاپ په كاميابۍ سره كولو د قامي اسمبلۍ د كردار ستائنه وكړه