اسلام آباد۔30جنوری (اے پی پی) وفاقي كابينې د ريونيو ډويژن په سپارښتنه د اېف بي آر تنظيم نو او ډيجټائزېشن او د وفاقي ټېكس پالېسي بورډ تشكيلولو منظوري وركړې ٬ ??ګر??ن وزيراعظم انوار الحق كاكړ هدايت كړے چې د كابينه كمېټۍ سفارشاتو په ړنا كښې دې اصلاحات په اړه ټوله ضروري قانون سازي منظورۍ لپاره راروان ټاكلي پارلېمان ته وړاندې كړې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري كړي پرېس ريليز له مخې د ??ګر??ن وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ وفاقی کابینې د ریونیو ډویژن په سپارښتنه د فېډرل بورډ آف ریونی?? د ??نظیمِ نو او ډیجیټائزېشن منظوري وركړه۔ كابينې ته د 23 جنوري 2024 غونډه كښې د خزانې وزير په مشرۍ كښې د جوړې كړې بېن الوزارتي كمېټۍ سفارشات وړاندې كړے شول۔ په تېره غونډه كښې منظورۍ لپاره په وړاندې كړې سمرۍ كښې د بشپړ بحث څخه وروستو فعاله بدلون وكړے شو او دا د كابينې غونډې ته منظورۍ لپاره وړاندې كړے شوے۔ د دې اصلاحاتو په رڼا كښې به ریونیو ډویژن كښې وفاقي ټېكس پالېسي بورډ تشكيل كړے شي كوم به چې په هېواد كښې د ټېکس پالېسۍ تشكيل كول?? ٬ ?? ریونیو هدفونو ټاكلو ا?? د ??ټېك هولډز ترمينځه د همكارۍ فرض ترسره كوي۔ د فېډرل پالېسي بورډ مشري به د خزانې وفاقي وزير كوي۔ ??ګر??ن وزيراعظم هدايت وكړو چې دا خبره دې باوري كړې شي چې په دې بورډز كښې نجي څان??ې څخه د پوهان?? د ??غستو په وخت دې د مفادات كوم تصادم رامخې ته نه شي۔ وزيراعظم دا هدايت هم وكړو چې د كابينه كمېټۍ سفارشاتو په رڼا كښې دې اصلاحات له د ضروري قانون سازۍ مسوده راروان ټاكلي پارليمان ته وړاندې كړې شي۔??ګر??ن وزيراعظم او وفاقي كابينې د دې اصلاحات جوړولو له د خزانې وزير ٬ د اېف بي آر چيئرمېن ا?? د ??ړوندو چارواكو هڅې وستائلې۔ وفاقی کابینې د قانوني چارو كمېټۍ د 26 جنورۍ 2024 غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړو۔ کابینې د آبي ذخائر وزارت په سپارښتنه په وړاندې كړي اېكټ 1992 كښې د بدلون پرېكړې توثيق ځنډولو سره دغه د بحث نه پس د وفاقي كابينې راروانه غونډه كښې منظورۍ لپاره د وړاندې كولو هدايت وكړو۔