اسلام آباد۔3فروری (اے پی پی)د اطلاعاتو، خپرونو او پارلماني چارو وفاقي وزير مرتضي سول??ګي وئيلي دي چې اونې لګول زمونږ ملي او اخلاقي فريضه ده، اونې د انساني ژوند او چاپيريال ساتنې لپ??ره مهم رول لوبوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د پي ټي وي د مرکزي دفتر په لان کښې اونه لګولو سره د اونو بوټو لګولو (شجركارۍ) كمپائن باقاعده پېل كولو په مهال وكړه۔ په دستوره كښې د پي ټي وي اېم ډي مبشر توقير شاه٬ د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت لوړ پوړو چارواكو، د اېمز ??ېجوكشن سسټم ډائرېكټر او د پرائيوېټ ??کو??ز ايسوسي ايشن جنرل سېكتر عبدالوحيد خان او طالبعلمانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې اونې د انساني ژوند لپ??ره ډېرې مهمې دي كومې چې د ماحول تحفظ كښې مهم كردار لوبوي۔ هغه ووئیل چې دا زمونږ ذمه واري ده چې خپل ??اپ??ریال زرغون وساتو۔ ده ووئيل د اونو بوټو لګولو سره سره د دې ساتنې له اقدامات هم ضروري دي۔ وفاقی وزیر د اونو لګولو په كمپائن كښې د اېمز ??ېجوكېشن سسټم او د پرائیویٹ ??کو??ز اېسوسی اېشن د مرستې ستائنه وكړه۔ دا خبره دې ښك??ره وي چې د اونو لګولو كمپائن لپ??ره بوټي د پرائیوېټ ??کو??ز اېسوسی اېشن لخوا د اطلاعاتو وزارت ته ډالۍ كړې شوي دي كوم به چې د پي ټي وي هېډ كوارټر په شمول د اطلاعاتو وزارت په نورو دفترونو كښې لګولې شي۔