لاهور۔4 فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو، خپرونو او پارلمان?? چارو وفاقي وزير مرتضي سولنګي وئيلي دي چې له اقتصادي سلامتيا او پياوړتيا پرته كوم هېواد مضبوط نه ??ي کېدے، د پاکستان په ودانولو او پرمختګ کښې اق??يتونه مهم کردار لري، اق??يتونو ته په پاکستان کښې مساوي حقوق ترلاسه دي۔ نوموړي دا خبرې د اتوار په ورځ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ تراهتمام لاندې د ټولټاكنو په اړه د پوهاوي رامخې ته كولو په لړ كښې تابيا كړې شوي سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د سیمینار موضوع د ځوانانو، ښځو، نرښځیانو او د کلتوري اق??یتونو سیاسي ګډون او هغوي خپلواكه جوړول وه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل يوازې هغه قومونه ?? پرمختګ او خوشحالۍ په لور روان دي كوم چې په تنوع باور لري۔ ده ووئيل په پاكستان كښې اق??يتونو ته مساوي مدني حقونه ??رلاسه دي٬ پاكستان به هغه وخت مضبوط وي كله چې مونږ اق??يتونو ته د قائداعظم (رح) د تصور له مخې مساوي مدني حقونه وركړؤ۔ مرتضی سولنګي ووئیل چې اق??یتونو د پاکستان په مهمو كاميابو كښې مهم كردار ترسره كړے او په خاص توګه د زده كوړو او روغتيا په برخو كښې يۍ د پام وړ رول لوبولے دے۔ وفاقي وزير ووئيل موجودہ نګران حکومت يو آئيني او قانوني سېټ اپ دے كوم به چې كه پاك پروردګار ته منظور وي د فرورۍ په 8 مه نېټه په هېواد ك??ې بې پرې او سپېځلې ټاكنې كول باوري كړي۔ ده ووئيل د پاكستان د آئين په مقدمه كښې ليكلي شوي دي چې دا هېواد به ددې ټاكلې استازي چلوي كوم به چې يوازې د ټاكنو د لارې اقتدار ترلاسه كوي۔ ده ووئيل په كوم حالت كښې چې مونږ ته هېواد ترلاسه شوے وو دې څخه به يۍ په ښه حالت كښې راروان ټاكلي حكومت ته سپارؤ۔ ده ووئيل ټول ټاكنو څخه وروستو په اقتدار كښې راتلونكې حكومت به د هېواد د معيشت په شمول نورو بنيادي مسئلو ته خاص پام ګرځوي۔ ده ووئيل د اقتصادي سلامتيا او پياوړتيا نه ??غير هېڅ هېواد مضبوط نه ??ي کېدے۔ ده هيله ولرله چې نوې حكومت به د معاشي اصلاحاتو ايجنډا په بشپړه ډول مخ په وړاندې بوځي او په ټېكس بېس كښې زياتوالي او ګورننس ښه كولو له به ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل د سوشل او ډیجیټل میډیا په دور كښې مصنوعي ذهانت ٬ ډیپ فېک، وائس کلوننګ او ناسمه معلومات يو چیلنج جوړ شوي دي په كومو به چې قابو موندل وي۔ ده ووئيل د كركې خپرولو او اړي ګړي په ځايې به مونږ له يووالي ته وده وركولو له اجتماعي هڅې كول وي۔