اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی) نړيوالې مالياتي ادارې بلوم برګ هېواد ته د پېښو معاشي مسئلو او چېلنجونو په تناظر كښې د پخواني بېنكار اورنګزېب ?? خزانې وزير په توګه تقرري د اهميت وړ ګرځولو سره هيله څرګنده كړې ده چې نوې وزير خزانه به آئي ا??م اېف سره د نوې انتظام په غوره ډول بشپړ كړي٬ شهباز شريف د اصلاحاتو ټرېك ريكارډ لري او د ده په دويم ځل د وزيرا??ظم جوړېدو سره د پاكستان او آئي ا??م اېف ترمينځه د نوې لوظنامې امكانات روښانه شوي دي۔ بلوم برګ د نهې په ورځ په خپل رپو??ټ كښې وئيلي چې د جے پی مارګن پخواني بېنكر اورنګزیب د پاکستان د خزانې وزير په توګه تعينات كېدل يوه مثبت پرېكړه ده۔ نوي وزير خزانه لپاره به آئي ا??م اېف سره د 6 اربه ډالرو نوې لوظنامه كول او راروانې مياشتې لپاره آئي ا??م اېف څخه د 1.1 ارب ډالر نوې قسط اختسل يو مهم چېلنج وي۔ د خزانې وزارت منصب سنبالولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې اورنګزېب ووئيل پاکستانۍ كرنسي به د استحكام په لاره مخ په وړاندې روانه وي۔ ده د روانې اونۍ په مهال آئي ا??م اېف سره د خبرو پېل كولو اشاره هم وركړې ده۔ بلوم برګ په خپل يو رپو??ټ كښې د اورنګزېب ??ره سره د شهباز شريف د كاركردګۍ هم ستائنه كړی ده۔ د بلوم برګ له مخې وزیرا??ظم شہبازشریف د وزيرا??ظم په حېث ګڼ اړخيزه همكارانو سره د لوظنامو كولو تجربه لري۔ ده تېر كال د آئي ا??م اېف اېم ډي کرسټالینا جوارجیوا سره پخپله مذاكرات وكړل۔ په رپو??ټ كښې وئيلې شوي دي چې د آئي ا??م اېف لخوا مرستې څخه وروستو به د سعودي عربستان او يو اے اي په څير نور هېوادونه هم د پاكستان مرستې له راوړاندې شي۔