اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ترکيه خارجه وزير هاکان فيدان سره د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې جامع خبرې اترې كړي څوك چې د پاكستان خپل همڅنګ پ?? بلنه د پاكستان په سركاري دوره راغلے ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع ?? دوه اړخيزه اړيكو د صورتحال جاج واخستل?? شو او تجارت، سرمايه کارۍ، دفاع او د س??امتيا په څانګو كښې شريكه مرسته لا مستحكمولو ته سلاح شول۔ په دې موقع په نزدې سباون كښې په اسلام آباد كښې د پاك تركيه د لوړې كچې د س??ريټجک کوآپريشن کونسل د راتلونكې 7مې غونډې د تيارو هم جاج واخستل?? شو۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مقبوضه جمو و کشمير كښې مظلوم اولس لپاره د مضبوط او مستقل ملاتړ ستائنه كولو سره د شمالي ق??رص د اولس جائز حقونو لپاره د پاكستان د ملاتړ هم پخلے وكړو۔ د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د س??مه ايز او نړيوال پېشرفت او په خاص توګه په غزه كښې په روانه نسل کشي او سنګين انساني صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ دوي په غزه كښې په سمدستي توګه او غېر مشروط جنګ بندۍ او د محصور فلسطينيانو لپاره د مرستې رسولو په ضرورت زور رواړو٬ دوي په مېنځني ختيز كښې د تل پاتي امن لپاره د يو آزاد فلسطيني رياست د ضرورت هم پخلے وكړو٬ دواړو مشرانو د اسلامو فوبيا مقابلې په ضرورت هم خبرې وكړې او د دې په جامع حل ئي هم زور رواړٶ۔ پاكستان او تركيه په تاريخي٬ كلتوري او د مذهب په ورورولۍ په خاص توګه تړلې شوي او په باقاعدګۍ سره خبرې اترې او د لوړې كچې دورو تبادله ?? دواړو هېوادونو ?? دوه اړخيزه قوي اړيكو پېژندګلو ده۔