اسلام آباد 24 مئی (اے پي پي) د بجلۍ وفاقي وزیر ( پاور ډویژن) سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي زرعي صارفین ته د وفاقي حك??مت او د بلوچستان حك??مت د بجلۍ 641 اربه روپۍ پورې دي ، وفاقي حك??مت بلوچستان كښې زرعی ټیوب ویلونه په شمسی توان منتقل كولو له خپله برخې وركولو له چمتو دے، بلوچستان حك??مت دې خپله تګلاره ترتيب كړي، بلوچستان كښې غیر قانوني ټرانسفارمر ختمولو له دې سېنېټرز او اېم این ایز مرسته وكړي ، ده ووئېل 24 ساعته د بجلي وركړه به باوري كولې شي۔ د جمعې په ورځ سېنېټ غونډه كښې د سېنېټر دنیش كمار د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ده وئويل بلوچستان كښې د لږ نه لږ 27437 ټیوب ویلونه په 404 فیډرز چلېږي ، دې نه ځانله 10 نه تر 12 زره غیر قانوني ټرانسفارمرز چلېږي او دغه 404 فیډرز په 96 فیص??ه خساره چلېږي۔ده ووئيل د اوور بلنګ كوونكو او صارفین سره په ګډه هغوې ته د بجلۍ غلا ښودونكو اهلكارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔