شينزن 05 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين په کمپنو زور رواړے چې ھغوي په پاکستان كښې نجكارۍ لپاره د غور لاندې د 84 سركاري ادارو نجكارۍ عمل كښې برخه واخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاك چين بزنس فورم ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم پاکستان د 24م لوئي معيشت په حېث د م??ضي معاشي كاركردګۍ د ښه ټرېك رېكارډ ذكر كولو سره ووئيل حکومتونه بيا بيا بدلېدو او سياسي غېر يقيني صورتحال معاشي پروګرام ته سخ?? زيان رسولے۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف يو واضحه روډ مېپ لري چې پكښې د برامدا?? زياتولو پشمول شرح نمو سره صنعت کارۍ او د درآمدات متبادل ??نعت شامل دي چې بنيادي مقصد ئې مالياتي زيان كمول دي۔ نائب وزيراعظم د آئي ټي، زراعت، کان کنۍ او په معدنيات كښې د هېواد د صلاحيت په خاص توګه ذكر كولو سره ووئيل بزنس فورم د تېرو دستورو څخه مختلف دے ځكه چې په دې كښې د ??اك??تان او چين د كاروباري ادارو مېچ مېكنګ شامل دے۔ ده د چين په سوداګرو زور رواړو چې ھغوي د ??اك??تان صلاحيت په نظر كښې اوساتي۔ نائب وزيراعظم د چين سوداګرو ته ووئيل په پاکستان كښې د مزدورۍ خرڅ ډېر مسابقت لري او د سرمايه كارۍ سهولت او آسان پروسيسنګ لپاره د وزيراعظم په مشرۍ كښې خاص سرمايه كاري سهولت كونسل جوړ كړے شوے چې په كښې ټول اړوند وزارتونه او صوبائي وزيراعلٰې په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل مونږ ژور ساختي اقتصادي بدلون پلو روان يو او مونږ جي 20 كښې د شموليت هدف ته رسېدو لپاره په تند رفتارۍ سره كار كوٶ۔ ده د چين په فرمونو زور رواړو چې ھغوي په ??اك??تان كښې د نجكارۍ په عمل كښې برخه واخلي۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين په پنځه ورځنۍ سركاري دوره تللے ٬ دغسې پاك چين بزنس فورم ته وزيراعظم هم وېنا كړې