اسلام آباد 04 جولائی (اے پي پي)د افغانستان په اړه د ??اك??تان خاص استازي سفير آصف علي خان دراني په دوحه كښې د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د افغانستان په اړه د خاص استازو دوحه تهري غونډه كښې د ??اك??تاني پلاوي مشري وكړه۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل د ??اك??تان خاص استازي په غونډه كښې د افغانستان موجوده صورتحال په اړه د ??اك??تان نقطه نظر وړاندې كړو ۔ده د افغانستان معاشي صورتحال ښه كولو په ضرورت زور را??ړو او د افغانستان پټن ځايونو څخه د ټي ټي پي ترهه ګرۍ هلو ځلو څخه را??خې ته شوې خطرې ئې را??خې ته كړې۔وياندې ووئيل د ??اك??تان او افغان عبوري حكومت ترمينځه په وړومبۍ جولائي 2024 دوه اړخيزه غونډې شوې چې پكښې ډلو د امن او سلامتيا پشمول د شريك تشويش په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دې ووئيل ??اك??تان سيمه ايز استحكام او پرامن٬مستحكم او خوشحال افغانستان لپاره د ??اك??تان عزم قوي كولو د هڅو زياتولو په ضرورت زور را??ړو۔سفير آصف علي خان دراني د ترهه ګرو پټن ځايونو او افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو سپورټ نيټ وركس په اړه د ??اك??تان اندېښنې هم را??خې ته كړی۔وياندې ووئيل په دې موقع د ??اك??تان استازي٬امريكا٬چين٬قطر٬روس٬ازبكستان٬ اروپائي ائتلاف٬برتانيه٬ناروے او هالينډ پلاوي سره د نتيجې وړ ملاقاتونه وكړل ۔??اك??تاني پلاوي د افغانستان٬ازبكستان او قطر ترمينځه څلور اړخيزه غونډه كښې هم ګډون وكړو ۔وياندې ووئيل په ملاقات كښې د شريكې خوښې او مرستې په څانګو د خيالاتو څرګندونه او د افغانستان لاره د ??اك??تان ازبكستان سره د تړونكې رېلوے پروژې هم جاج و??غستلې شو۔