اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټرې رومينه ??ورشيد عالم وئيلي دي د پلاسټك خيرنتيا پاکستان لپاره د يو سنګينې اندېښنې په توګه رامخئ ته كېږي كومې چې هېواد ته د رامخې ته ماحولياتي انحطاط مسئله زياته سنګينه كړې ٬ ماحولياتي استحکام او د وګړو صحت لپاره د پلاسټك خيرنتيا مخنيوي ضروري ده ۔ رومينه ??ورشيد عالم دا خبره هېواد كښې د پلاسټک ويسټ مينجمنټ په اړه د لوړې كچې ??ول ميز مباحثې ته د خاص مېلمنې په توګه خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې خبردارے وركرو چې د پلاسټك د خزلې كه مناسب انتظام ونه ??ي نو دا زمونږ ماحولياتي نظام خراب، صحت او زمونږ تل پاتې پرمختيائي هدفونه ځپلے شي٬ د نړيوال پارټنر تنظيمونو په مرسته د موسمياتي بدلون وزارت او ماحولياتي رابطه کارۍ تر سېوري لاندې د ??ول ميز مباحثے مقصد د علم اشتراک او د مرستې موقعې لټول وٶ٬ په بحث كښې بېلا بېلو شراكدارو ګډون وكړو چې پكښې اعليٰ حکومتي عهديداران، د قامي او نړيوالو غېر سرکاري تنظيمون نمائندګانو، د تعليم پوهانو، محققينو، زده كوٶنكو او د ميډيا استازو ګډون وكړو ۔