اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د س??ېنټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د كيسكو انجينئر او آفيسرز ايسوسي ايشن جنرل سيكرټري انجينئر ??ليم الله جوګيزئي پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ د شورو په ورځ د س??نېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې بلوچستان كښې د بجلۍ روانو پروژو او په خاص توګه كيسكو كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه خبري اترې شوي۔په دې موقع انجينئر ??ليم الله خان جوګيزئي د س??نېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان مننه وكړه ٬ د هغه په هڅو د كيسكو سينئر انجينئرانو د تعيناتيو مسئله كومه چې تيرو څو مياشتو راهسې د التواء ښكار وه هغه حل شوې۔په دې موقع د س??نېټ ډپټي چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې كيسكو انجينئران به د اولس خذمت لپاره په زړه پورې هڅي وكړي او د بجلۍ سپلائي به باوري كړي۔ده ووئيل وزيراعظم مياں شهباز شريف د بلوچستان تعمير او پرمختګ كښې خصوصي خوښي لري او هم دغه وجه ده چې د بلوچستان كروندګرو له د زرعي ټيوب ويلز د لارې زرعي انقلاب غواړي او هغه د سولر ټيوب ويلز لپاره په اربونو روپۍ د بلوچستان لپاره بيلي كړې دي ٬ دې سره به په بلوچستان كښې زرعي انقلاب راشي۔ بلخوا د كيسكو سره تعلق لرونكو چيف انجينئرز ،انجينئر نعيم خان كاكړ، انجينئر ??لي محمد اچكزئي ،انجينئر ??اشم خان جوګيزئي ،انجينئر ??وسف شاه خان ، انجينئر سېف الله،انجينئر عادل ??زيز قريشي انجينئرمحمد نظام اچكزئ،انجنئر سلام مينګل او نورو په خپل يو بيان كښې د س??نېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان مننه وكړه۔