اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی) آئي جي اسلام آباد پوليس علي ناصر رضوي وئيلي دي چې د كے پي كے وزيراعلی په مشرۍ كښ?? انتشاري ټولې بېلو اړخونو څخه په پوليس بريد وكړو٬ د دې باوجود پوليس صبر ا?? زغم سره د انتشاري ټولې هڅه كاميابېدو ته پرې نه ښودله۔ د ت??دد په مظاهرو كښ?? ګډون كوؤنكو 878 شرخوښو كښ?? 120 افغان وګړي شامل دي٬ د ګرفتار كړې شويو كسانو په ضد د ت??هګرۍ اېكټ لاندې 10 مقدمې درج كړې شوي دي د دې مظاهرچينانو د لاسه د پوليس كانسټېبل عبد الحميد شاهد په شهادت په اسلام آباد كښ?? ماتم دے٬ غمجنې كورنۍ سره وعده ده چې په دې پېښه كښ?? ككړو سره به كوم رعايت كولې نه شي۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښ?? ده ووئيل انتشار لپاره راغلې د سياسي ګوند ډلو كښ?? د افغان وګړو موجودګي د اندېښنې وړ خبره ده۔ دا بريد هغه وخت وكړے شو كله چې د ملائيشيا وزيراعظم او دغسې د اېس سي او غونډې تياريانو په لړ كښ?? د بېلو مندوب هېوادونو انتظامي پلاوي په پاكستان كښ?? موجود وو۔ ده ووئيل په داسې وخت كښ?? د احتجاج په نامه د ت??دد مظاهرو عزم سره په اسلام آباد بېلو اړخونو څخه بريد وكړے شو٬ په ډی چوک كښ?? دھرنې لپاره پوليس پلو اوښكې بهوونكي ګازونه ګزار كړې شول۔ د ليندو د لارې بريد وكړې شو۔ كاڼي اوورولې شوو٬ نېغ په نېغه ګولۍ هم وچلولې شوې۔ خو مونږ صبر وكړو۔ ،عبدالحمید شاہ په چونګی نمبر 26 مظاهرچيانو تشدد كولو سره سخت ژوبل كړو كوم چې وروستو شهيد شو۔ علی ناصر رضوی ووئيل د چا چې څه هم كردار دے هغه ته به ضروري سزا وركولې شي۔ ده ووئيل 878 شرخوښي ګرفتار كړې شوي دي په كومو كښ?? چې 120 افغان وګړي شامل دي٬ په اېف آئي آر كښ?? د اے ټي سي دفعې شامل كړې شوي دي۔ ده ووئيل په نيولو شوو كښ?? د خېبر پوښتونخوا حاضر سروس پوليس اهلكار هم شامل دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد سېف سټی پراجېکټ 441 قيمتي كېمرو ته زيان ورسولې شو چې ماليت يۍ 154 ملین روپۍ جوړېږي۔ دغسې د پوليس 10 ګاډو او د ځوانانو 31 موټر سائيكلونو ته زيان ورسولې شو۔ علی ناصر رضوی ووئيل احتجاجي مظاهرچيانو 3 پرائيوېټ ګاډو ته هم زيان ورسولو۔ ده ووئيل د ډي چوك نه ځانله په نورو ټولو سيمو كښ?? صورتحال كليئر كولې شي۔ ټولې لارې به پرانستلې شي۔ ده ووئيل د اسلام آباد وګړو ح??اظت له به تر ورستۍ سلګې موجود پاتې كېږو۔ ده ووئيل د حېرانتيا خبره دا ده چې د دوئي قبضې څخه سركاري شېل برآمد شوي دي ۔ ده ووئيل د اعلی كچې انكوائري روانه ده۔