اسلام آباد۔6اکتوبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجينئر ام??ر مقام وئيلي دي د علي امين ګنډاپور كردار له اولې ورځې څخه د فلمي اداكار پاتے شو ٬ شكر دے عمراني ايجنډا ترسره نه شوه۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې ام??ر مقام ووئيل په اسلام آباد كښې د دفعه 144 نافذ كېدو او د اسلام آبا?? پوځ ته د سپارلے كېدو باوجود د بې ګناه پښتونو راوستلو مقصد مرګ ژوبله كول وو خو د??سې ونشوه۔ انجینئر امیر مقام د صبر او زغم په خپلولو د امنيتي ځواكونو او پوليس ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د يو كانسټېبل په شهادت او د يو شمېر اهلكارو په ژوبل كېدو افسوس دے۔ ده د خېبر پښتونخوا سركاري افسرانو ته خبردارې وركړو چې د هېواد د مفادو په ضد كار كښې برخه نه اخلي ګني تاسو له به هم حساب وركول وي۔ ده ووئيل بې روزګاره ځوانان د رياست په ضد كارولو په ځايې دې دوئي لپاره د روزګار او د خېر ??ېګړې سوچ وكړے ??ي۔