اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چ??رو وفاقی وزیر محسن نقوی ويلي چې د شنګھائی مرستې تنظیم مشرانو غونډه په پاکستان كښې كېدل د حکومت د کامیابې خارجه پالیسۍ عکاسي ده، د ټول اسلام آباد او په خاص توګه د وی وی آئی پی روټ او ریډ زون ښكلا او صفايۍ ته دې خصوصي پام وګرځولے شي۔ ده د نهې په ورځ د شنګھائی مرستې تنظیم غونډې سېکورټی انتظاماتو سره اړوندې غونډې ته وېنا كوله۔ د اسلام آباد آئی جی ??لی ناصر رضوی، د سي ډي اے چیئرمېن محمد ??لی رندھاوا او د اسلام آباد ډپټی کمشنر عرفان نواز میمن پشمول د نورو اد??رو اړوند چارواكي په دې موقع موجود وو۔ په غونډه كښې د شنګھائی مرستي تنظیم د مشرانو غونډي تېاريا??و او انتظاماتو جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د اسلام آباد د ښكلا او نورو منصوبو د پیش رفت جاج هم واخستلے شو۔د كورنيو چ??رو وزیر نقوی د ریډ زون او په خاص توګه د وی وی آئی پی روټس بیوټی فیکشن باوري كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل په مهمو سترو ل??رو دې ښه لېنډسکېپنګ وكړے شي۔ په ټول ښار كښې دې ښكلې او فېنسی لائټس ولګولې شي۔د كورنيو چ??رو وزير د جناح کنونشن سنټر د ښكلې كولو فنشنګ کار زر تر زره بشپړولو ټاسك وركولو سره ووئيل د ښكلا او تعمیراتی کارونو زر تر زره بشپړولو لپاره دې ټول ضروری هدایا?? وكړې شي ۔په غونډه كښې د اېس سی او مشرانو غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو جاج هم واخستې شو۔