اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼډي د روسيه پلاوي ??ره ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د خېبرپښتونخوا اولس لخوا د خېرسګالۍ پیغامات رسولو او په صوبه كښې د روسيې سرمايه كارۍ موقعو په اړه خبرې اترې وشوې۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د قېډرېشن كونسل آف رشين فېډرېشن سپيكر ويلنټينا میټویینکو په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلې خاص پارليماني پلاوي په درناوي كښې د ما??خوتن مېلمستيا وركړه چې پكښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي٬د بېلو هېوادو??و سفيران او د سياسي ګوندونو مشران او مهم شخصيات ګډون وكړو ۔د ما??خوتن مېلمستيا م??صد د پاكستان او روس ترمينځه اړيكې لا قوي كولو او دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول وو۔د خېبرپښټونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د روسيې پلاوي ??ره د ملاقات په مهال د خېبرپښتونخوا اولس لخوا د خېرسګالۍ پېغام ورسولو او په صوبه كښې د روس سرمايه كارۍ موقعو په اړه يې خبرې وكړې۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د توان٬سېلګرۍ او قدرتي وسائلو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پ??اخ?? موقعې موجود دي او د روسيې سرمايه كارو خوښۍ څخه دواړو هېوادونو ته ګټه رسېدلې شي۔د روسيې سپيكر ويلنټينا م??ټوينيكو د ما??خوتن په مېلمستيا د پاكستان مننه وكړه او ووئېل يې چې روس پاكستان ??ره اړيكو ته لا وده وركول غواړي۔ده ووئيل روس پاكستان ??ره بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو له عزم لري او سباؤن كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې به لا قوي شي۔