اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د كشمير او شمالي سيمو وفاقي وزير انجينئر ام??ر مقام پاراچنار ته د تلونكي ح??ومتي پلاوي په چورلكه د ډزو پېښې سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې په هېواد كښې د ترهه ګرۍ په ضد به ټولو له يو كې??ل وي ٬ پي ټي آئي دې انتشار پرېږدي او په رضاكارانه توګه دې د 24 نومبر كال بېرته واخلي۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل پي ټي آئي دې په وفاق د بريد په ځاے په صوبه كښې د ترسره كې??ونكو بريدونو په ضد اقداماتو ته پام وګرځوي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ هېواد ا?? معيشت نور انتشار زغملے نه شي۔ پي ټي آئي دې په ملګرو هېوادونو ٬ وفاق ٬ پنجاب او قامي ګټو د بريدونو په ځايې امن لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د نومبر په 24 مه نېټه يوه بله 9 مئي جوړول به د پي ټي آئي وجود ختم كړي۔